Banner

غزل/ عرفان الله څپاند

14.09.2009 07:49

ستا چې ښاپېرۍ له ياده وتى يم
بس د شاعرۍ له ياده وتى يم

زه چې وم مين، نو راسره به وه
اوس خو د شپېلۍ له ياده وتى يم

بيا په لار روان يمه ټکرې خورم
بيا چې دې جينۍ له ياده وتى يم

ډېره موده وروسته ورته راغلمه
اخ د لېونۍ له ياده وتى يم

زړونو کې د زړه په څېر به مېشت ومه
کړمه چې سلگۍ له ياده وتى ي

هر ځل د انکار مانا به دا شي چې
وبه وايې وۍ له ياده وتى يم

کال خو دادى وشو، خوله دې رانکړه
مړه شې د خولگۍ له ياده وتى يم

ستا څپاند به تاته دومره ووايم
ستا لکه چې هۍ له ياده وتى يم

١٣٨٨ _ ٦_ ٢٣ پېښور

احمد اشاه عادل 22.04.2011 07:10

تېره ورځ یو دوست راته د څپاند د نیول کېدو خبر راکړ، په زړه مې درد شو، خو خیر دا به هم د الله تعالی پرېکړه وي چې د پښتو ادب د ګلبڼ دا نازولی بلبل یې هم د ملي امنیت د لنډغرو په لاس کې ورکړ.
عجیبه وخت راغی؛ نن یو غزلبول، یو بلبل، یو شاعر یو ادیب د یو څو اذار اخیستو، لوپرو او وحشیانو په لاسونو د «مجرم» په نامه نیول کېږي!! هغه به کومه شېبه وه چې څپاند ته د لنډغرو په لاسونو توره کڅوړه ور اغوستل کېده!
زه له ټولو شاعرانو او لیکوالو څخه هیله کوم چې د څپاند د خلاصي لپاره احتجاجي شعرونه او لیکنې وکړي.
ahmadshahadil@gmail.com

بخت وزیر 02.12.2010 12:48

کال خو دادى وشو، خوله دې رانکړه
مړه شې د خولگۍ له ياده وتى يم
سلامونه ګرانه څپانده
په والله چی ډیر ښه دې ورته ویلی دی چی تا څوک له یاده وباسی نو همداسې شیان ورته لیکه
مننه

abid 14.09.2009 18:11

څپانده وروره خيال کوه ډير ژور په کي تللې يي

حسیب الله شینواری 14.09.2009 11:05

سلامونه
یاره ډیر خوندور غزل دی، ماته خو یې ډیر خوند راکړ.
څپانده په قلم دې برکت
په مینه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.